ملګري ملتونه امنیت شورا نن د افغانستان وضعیت ارزوي
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن (چهارشنبه، دسمبر ۱۰مه) د افغانستان پر روان وضعیت ناسته وکړي. د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې به د افغانستان سیاسي او بشري وضعیت وڅېړل شي او د راپور ریپورټرانو له لوري به وروستي راپورونه وړاندې شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې د امنیت شورا نننۍ ناسته به د کابل پر وخت ماسختن شاوخوا اووه بجې پیل شي. دا غونډه هم داسې مهال کېږي چې له څلورو کلونو راهیسې لا هم اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو کې رسمي چوکۍ نه ده سپارل شوې، سره له دې چې اسلامي امارت یې بار بار غوښتنې کړي دي.
تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وو چې په یادو غونډو کې د افغانستان له روانو واقعیتونو سترګې پټېږي او اصلي واقعیتونه پکې نه وړاندې کېږي. د نننۍ غونډې جزییات به وروسته له غونډې رسنیز اعلان شي.

