ملګري ملتونه: د غزې قحطي د بشریت ناکامي بلل شوې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د غزې په ښار او څېرمه سیمو کې تائيد شوې قحطي د «بشریت ناکامي» بللې ده. ښاغلي ګوتېرېش ویلي، چې هلته روان وضعیت «د انسان په لاس جوړ شوی ناورین» دی.
هغه دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د یوې ملاتړې ادارې له تازه رپوټ وروسته کړې، چې په نړۍ کې د لوږې اندازه معلوموي. رپوټ ښيي چې د غزې ښار په ځينو سیمو کې د خوړو د نه خوندیتوب کچه پنځمې درجې ته رسېدلې، چې دا د خوړو د سخت کمښت او ناوړه وضعیت تر ټولو لوړه کچه ده.
د «ایپيسي» په نوم دې ادارې ویلي، چې د غزې ښار تر نیم میلیون ډېر اوسېدونکي د «لوږې، بېوزلۍ او مړینې» له پلوه د «ناورین» په حالت کې ژوند کوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a540s