ملګري ملتونه د وباګانو مخنیوي ته نړیوال چمتووالی اړین دی

ملګري ملتونه وايي چې وباګانې د خلکو ژوند او اقتصاد ته لوی ګواښونه جوړوي، او د دې لپاره باید روغتیایي سیستمونه پیاوړي شي، خلک پوهاوي ترلاسه کړي او نړیوالې همکارۍ وشي.

نن د ډسمبر ۲۷ د «د وباوو پر وړاندې د نړیوال چمتووالي ورځ» ده. ملګري ملتونه ټینګار کوي چې وباګانې د بشري ژوند، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو خدمتونو پر وړاندې جدي ګواښونه دي، او د هغو د مخنیوي، چمتوالي او نړیوالې همکارۍ له پاره باید هر اړخیز اقدامات وشي.

د ملګرو ملتونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کروناویروس (COVID-19) وبا څرګنده کړه چې لویې ناروغۍ کولی شي روغتیايي نظامونه له حد زیات فشار لاندې کړي، نړیوالې عرضه‌يي لارې ګډوډې کړي، او د ښځو، ماشومانو او د بې وزلو هېوادونو د خلکو ژوند ته جدي زیان ورسوي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د وباوو په وړاندې د چمتووالي لپاره پیاوړي او مقاومت لرونکي روغتیايي نظامونه ضروري دي او د ملي، سیمه‌ییز او نړیوالو هڅو همغږي، د معلوماتو تبادله، علمي پوهه، غوره تجربې، او د پوهاوي پروګرامونه باید د وباوو د مخنیوي او کنټرول لپاره عملي شي.

د ملګرو ملتونو سیسټم، په ځانګړي ډول د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، په دې برخه کې اساسي رول لري او د هېوادونو، سیمو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي چې حکومتونه، اړوند سازمانونه او ټولنې باید په وباګانو کې د ټول شموله ګډون، د جنسیتي نظر په پام کې نیولو او د زیان منونکو خلکو ځانګړې پاملرنې ته ژمن پاتې شي.

ملګرو ملتونو په دغه خبرپاڼه کېټولو غړو هېوادونو، نړیوالو او سیمه‌ییزو ادارو، غیر دولتي سازمانونو، علمي موسسو او شخصي سکتور ته بلنه ورکړې چې د وباوو د چمتوالي نړیواله ورځ د تعلیم او پوهاوي له لارې په ملي شرایطو او لومړیتوبونو سره هر کال ولمانځي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2528e
دکمه بازگشت به بالا