ملګري ملتونه: د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره ۵ میلیونه ډالر، خو مرستې کافي نه دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ‘یوناما’ ویلي، ملګرو ملتونو په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره تر دې دمه ۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او له ۱۴۰۰ د ډېرو کسانو مړینې ته په کتو د نورو مرستو غوښته کوي.

دا مرستې د ملګرو ملتونو د بېړنیو حالاتو دصندوق یا (CERF) په همکارۍ د ملګرو ملتونو او شریکانو له لوري ځانګړې شوې دي.

دغه اداره وايي، په افغانستان کې به ملګري ملتونه له خلکو سره د مرستې لپاره هېڅ ډول هڅه ونه سپموي خو اوسنی بشري مالي ملاتړ د اړمنو خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. سرمنشي د نورو بشردوستانه مرستو د برابرولو غوښتنه کوي چې دې بشري ناورین ته سملاسي ځواب وویل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وایي: “ملګري ملتونه او زموږ همکاران د بېړنيو مرستو د چمتووالي غوښتنه کوي او د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو له صندوقه لومړني ۵ ملیون ډالر ورکړل شوي دي.”

د حکومت د کونړ زلزله کې د مړو شویو شمېر ۱۴۵۷ او د ټپیانو شمېر ۳۳۹۴ اعلان کړی دی، خو یوناما وايي، کله چې ژغورنډلې لیرې پرتو او غرنیو اغېزمنو شویو سیمو ته ورسېږي، د تلفاتو شمېر به لا زیات شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a745s
دکمه بازگشت به بالا