ملګري ملتونه په نړۍ کې د شکرې ناروغان ۸۳۰ میلیونو ته رسېدلي

ملګري ملتونه وايي، تېرې څلور نیمې لسیزې په نړۍ کې پر شکرې د اخته کسانو شمېر څلور برابره لوړ شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا ۱۹۹۰ کال ټوله نړۍ کې ۲۰۰ میلیونه کسان پر شکره اخته وو، خو په ۲۰۲۲ کال دا شمېر تر ۸۳۰ میلیونو لوړ شوی و.
د روغتیا نړیوال سازمان د ارقامو له مخې یوازې پاکستان کې له ۳۴ نیم میلیونو ډېر کسان له شکرې کړېږي.
په افغانستان کې هم ګڼ شمېر خلک پرې اخته دي، خو کره شمیر یې لا نه دی مالوم.
دا ناروغي په شدید حالت کې د ړندېدو، د پښتورګو د لمنځه تلو، ټپ نه رغېدو، مغزي سکتې، د پښې/پښو د پرې کېدو او زړه حملې لامل ګرځېدای شي او پرې اخته کسان باید په دوامداره توګه تر روغتیايي پاملرنې لاندې وساتل شي.
افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان څانګې د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي پیغام کې لیکلي، “د شکرې ناروغي د کنټرول وړ ده – خو یوازې هغه وخت چې پاملرنه ورته وشي. که د شکرې ناروغي درملنه ونه شي، کولی شي جدي پیچلتیاوې رامنځته کړي.”
ډبلیو اېچ او زیاته کړې “د شکر لپاره معاینه وکړئ. خبر اوسئ. خوندي پاتې شئ.”

