ملګري ملتونه ډیجیټلي تاوتریخوالی ښځې له زدهکړې او اقتصاد لرې کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) خبرداری ورکړی چې د ښځو پر وړاندې ډیجیټلي تاوتریخوالی نه یوازې په انلاین نړۍ کې ګواښ رامنځته کوي، بلکې د هغوی د زدهکړې، کار، بازار موندنې او اقتصادي برخو ته لاسرسی محدودوي.
د FAO په اعلامیه کې ویل شوي چې خوندي ډیجیټلي چاپیریال د افغان ښځو لپاره حیاتي اهمیت لري، ځکه «یوازې د خوندي ډیجیټلي فضا له لارې ښځې کولای شي په کرنه، اقتصادي پیاوړتیا او د خوړو په مقاوم سیسټم کې رهبري او اغېزمنه برخه واخلي».
کوبرا حسېني چې د FAO په کمپاین کې یې ګډون کړی، ټینګار کوي چې ډیجیټلي تاوتریخوالی یوازې انلاین ستونزه نه ده، بلکې «یو داسې خنډ دی چې افغان ښځې له زدهکړې، بازارونو او راتلونکي لرې کوي».
همدا ډول د کابل د وچو مېوو د یوې کمپنۍ رییسه بېنظیر یکتا وایي، د ښځو ډیجیټلي معلوماتو او روزنې ته نه لاسرسی د اقتصادي پیاوړتیا مهم فرصتونه له لاسه ورکوي. نوموړې زیاته کړه: «د کلي ښځې او نجونې چې خوندي ډیجیټلي چاپیریال ونه لري، مهم اقتصادي او ټولنیز فرصتونه له لاسه ورکوي، چې دا د هغوی ځواکمنېدو او اقتصادي پایدارتیا ته زیان رسوي».
هغې همدارنګه ټینګار وکړ چې دا وضعیت د دوی د ځانبسیا وړتیا محدوده کړې ده. د ملګرو ملتونو ادارې یادونه کړې چې د ښځو لپاره د ډیجیټلي خوندیتوب تضمین کول د ټول هېواد د کرنیز اقتصاد د بیا رغونې او د خلکو د ځانبساینې لپاره اړین دي.
FAO د شپاړس ورځني کمپاین په ترڅ کې د افغان ښځو لپاره خوندي ډیجیټلي ځایونه رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د کمپاین موخه دا ده چې ښځې او نجونې د زدهکړې، روزنې او اقتصادي فرصتونو خوندي لاسرسی ولري، د کرنې په برخه کې مشري وکړي، د خپلو کورنیو د ژوند معیار لوړ کړي او د ټولنې د خوراکي امنیت په پیاوړتیا کې برخه واخلي.

