ملګري ملتونه ۲۰۲۵ د یخچالونو د ساتنې کال دی؛ اقلیمي بدلون یې چټک وېلې کوي

ملګرو ملتونو ۲۰۲۵کال د یخچالونو د ساتنې نړۍوال کال اعلان کړ. یاد سازمان ویلي، یخچالونه د نړۍوال اقلیم د تنظیم او د تازه اوبو د برابرولو لپاره حیاتي اهمیت لري او د نړۍ په کچه د میلیاردونه انسانانو د ژوند لپاره اړین دي.

ملګرو ملتونو په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یخچالونه یوازې کنګل شوې اوبه نه‌دي؛ بلکې دا د نړۍوال اقلیم د تنظیم او د تازه اوبو د برابرولو لپاره حیاتي اهمیت لري. په خبرپاڼه کې راغلي، اقلیمي بدلون د دغه حیاتي سرچینو چټک ویلي کېدو لامل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، ملګرو ملتونو ۲۰۲۵کال د یخچالونو د ساتنې نړۍوال کال اعلان کړی دی او د هر کال د مارچ ۲۱مه به د یخچالونو نړۍواله ورځ په توګه ونمانځل شي. ملګرو ملتونو ویلي، دغه اقدام د یخچالونو، واورو او یخ په اقلیمي سیسټم او د اوبو په دوراني پروسو کې د مهم رول په اړه نړۍوال پوهاوی زیاتوي او د ځمکې د کرایوسفیر د راتلونکو بدلونونو ټولنیز، اقتصادي او چاپېریالي اغېزې په ګوته کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2167e
دکمه بازگشت به بالا