منیر د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه مهمه وبلله

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، عبدالرحمن منیر د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو اداري له رییس «پولیک اوک سيري» او د یادې ادارې سیمه‌ییز رییس اولیور اسولپ کتلي دي.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې ښاغلي منیر د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه د اسلامي امارت مهم لومړیتوب بللی او په وینا د نشه‌یي توکو په مخنیوي او د روږدو کسانو په درملنه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې تر سترګو کېږي.

د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا د ملګرو ملتونو استازو د روانو هڅو ستاینه کړې او د همکارۍ ژمنه یې څرګند کړې ده.

دکمه بازگشت به بالا