مولوي ایوب خالد د بهرامچې فرضي کرښې پوستې، سرتېري او رغنیزې چارې وڅېړلې

د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان مولوي محمد ایوب خالد د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د فرضي کرښې له پوستو او سرتېرو لیدنه کړې ده.
ياده قول اردو وايي، د دې ليدنې په ترڅ کې یې د قول اردو درستیزوال ملا نصیبالله زبیر، ملا خان محمد (حاجي اسد) او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی دی.
د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان د یاد سفر پر مهال د بهرامچې «چټو، چکيچ او بيبي جانه» سیمو کې د فرضي کرښې له کنډکونو، ټولیو، پوستو او له سرتېرو لیدنه کړې او د هغوی وضعیت یې له نږدې ارزولی دی.
ښاغلي خالد دغه راز د نویو جوړېدونکو امنیتي پوستو د رغنیزو چارو له بهیر څخه هم څارنه کړې ده.
دا په داسې مهال ده چې مولوي محمد ایوب خالد د تېرې اوونۍ په لړ کې د فراه ولایت د ګلداني له سیمې څخه تر نیمروز، هلمند او کندهار ولایت پورې د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د سرحدي او فرضي کرښې له ټولو پوستو او سرتېرو لیدنې کړې دي.

