مولوي باز محمد حمیدي فارغانو ته د مسلکيتوب او د ولس باور پر ساتلو ټینګار وکړ

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو مرستیال مولوي باز محمد حمیدي د فراغت مراسمو پر مهال تازه فارغو شویو زده‌کړیالانو ته وویل، هغه مسلکي او نظامي زده کړې چې ترلاسه کړې، باید عملي ډګر کې وکارول شي څو هم نظام پیاوړی شي او هم ټولنه ترې اغېزمنه ګټه واخلي.
نوموړي ټینګار وکړ، پوځ یوازې د وسلو او روزنې په مټ نه، بلکې د چلند، انضباط او مسوولیت‌پالنې له لارې هم ځواکمن کېږي. د هغه په وینا، فارغان باید له ولسي وګړو سره داسې سلوک وکړي چې د خلکو باور نور هم ټینګ شي او د نظام او ولس ترمنځ واټن کم شي.
مرستیال زیاته کړه، د سرتېرو کړنې د نظام استازیتوب کوي، نو لازمه ده هر فارغ شوی منسوب خپل مسلکي اخلاق، زغم او ښه برخورد د دندې بنسټ وګرځوي. هغه وویل، ټولنیز باور د امنیتي بنسټونو لویه سرمایه ده او دا باور د عدالت، رښتینولۍ او متوازنو کړنو له لارې ساتل کېدای شي.
حمیدي همداراز ټینګار وکړ، د دندو ترسره کولو پر مهال باید عدل او مساوات اصل وګرځي، څو هېڅوک د تبعیض احساس ونه کړي. د هغه په وینا، مسوولیت یوازې د امنیت ټینګښت نه دی، بلکې د خلکو حقونو ته درناوی او د سالمې فضا رامنځته کول هم پکې شامل دي.
چارواکو څرګنده کړه، د روزنیزو بهیرونو موخه دا ده چې مسلکي، منظم او باانضباطه ځواک وروزل شي؛ داسې ځواک چې هم د ملي ګټو ساتنه وکړي او هم د ولس باور خپل وساتي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W1084W
دکمه بازگشت به بالا