مولوي حنفي : افغانستان د پانګونې پراخې سرچینې لري

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، افغانستان د اوبو، باد، ګازو او نورو برخو کې د پانګونې پراخې سرچینې لري او د ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د «برېښنا د ثبات او پرمختګ په دوه ورځني نړيوال کنفرانس» کې ټینګار کړی، چې هېوادونه دې د جګړو پر ځای په افغانستان کې د پراختیایي پروژو پر عملي کولو تمرکز وکړي.

ښاغلي حنفي ويلي، له ۵۰ کلونو جګړو وروسته اوس د اسلامي امارت په راتګ په ټول هېواد کې سرتاسری امنیت ټینګ شوی او د نشه‌يي توکو کر او قاچاق هم په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5254a
دکمه بازگشت به بالا