مولوي محمد یعقوب مجاهد : اسلامي امارت د ملي، اسلامي او ځواکمن اردو د جوړولو تعهد لري

مولوي محمد یعقوب مجاهد، د ملي دفاع وزیر وايي چې اسلامي امارت افغانستان د یوه اسلامي، ملي، مسلکي او ځواکمن اردو د جوړولو تعهد لري.
ښاغلي مجاهد دا څرګندونې په تازه مرکه کې له الجزیرې خبري شبکې سره کړې دي.
د ملي دفاع وزیر زیاته کړې چې د دې ځواکمن اردو د جوړولو په لړ کې د روزنې او مسلکي کولو بهیر دوام لري، او په اړوندو لواؤ کې هره میاشت سلګونه کسان د روزنیزو کورسونو څخه فارغ کېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5753a