مولوي محمد یوسف مستري د زندانیانو لپاره د مسلکي زده‌کړو هڅې ستایلې

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رييس مولوي محمد یوسف مستري د بنديانو لپاره د مسلکي زده‌کړو د زمینه برابروونکو خيريه بنسټونو هڅې ستایلي او ويلي یې دي چې دا چارې د زندانیانو په پرمختګ کې مهم رول لري.
ښاغلي مستري په خپلو خبرو کې پر یووالي او ګډ کار ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې اوس په هېواد کې سرتاسري امنيت او عدالت تضمين شوی دی.
د څرخي پله مرکزي زندان د زندانیانو لپاره د مسلکي زده‌کړو ټولګيو په پرانېست غونډه کې، مولوي مستري ویلي چې د بنديانو لپاره ښه وضعیت او خدمتونه برابر شوي، او د الله (ج) په توفیق به لا نورې هڅې ترسره شي، څو زندانیان له خپلو زده‌کړو او مهارتونو څخه په عملي ډول ګټه پورته کړي.
مولوي محمد یوسف مستري همداراز یادونه کړې چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې فعالې هڅې روانې کړې، چې له امله یې اوس په هېواد کې اقتصاد، امنيت او عدالت په اغېزمنه توګه پرمخ روان دي.
هغه ټینګار کړی چې د زندانیانو روزنه نه یوازې د هغوی د شخصیت په جوړښت کې مهمه ده، بلکې د ټولنې په ښه والي، د مهارتونو په پراختیا او د راتلونکې لپاره د ښه ژوند زمینه هم برابروي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q225q
دکمه بازگشت به بالا