مولوي یعقوب مجاهد حکومت د ولس خدمت ته ولاړ دی، له دیني او عصري زده‌کړو ملاتړ کېږي

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر، مولوي محمدیعقوب مجاهد وايي چې د حکومت ټول ارګانونه د ولس په خدمت کې دي او د خلکو هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړي د کندهار کې په یوه مدرسه کې فراغت‌غونډې ته د وینا پرمهال ویلي چې خلک دې په خپلو اولادونو دیني او عصري زده‌کړې وکړي او د حکومت ټول ارګانونه ورسره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد همداراز ویلي چې د اسلامي امارت پوله‌ساتي ځواکونه له خپلې خاورې دفاع کوي، او ځینې ځواکونه په ښارونو او کلیو کې له ښوونځیو، مدرسو، پوهنتونونو او سوداګریزو مرکزونو څخه ساتنه کوي او شپه او ورځ د هېوادوالو لپاره د امنیت ټینګښت هڅې کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w934e
دکمه بازگشت به بالا