مونشن د مشکوک فعالیت له کبله د هوايي ډګر ځغاست لیکه وتړل شوه

خبرگزاری سریع؛ د جرمني د مونشن ښار د هوايي ډګر د ځغاست لیکه پرون شنبې ظاهرا د یوه مشکوک فعالیت له خبرداري وروسته وتړل شوه.
د جرمني د خبري آژانس ډي پي اې د راپور له مخې دا اقدام وروسته له هغه وشو چې یوشمېر کسانو پولیسو ته راپور ورکړ چې یو مشکوک شی یې هلته لیدلی دی خو څرګنده نه شوه چې آیا دا راپورونه یوځل بیا هوايي ډګر ته نژدې د بې پیلوټه الوتکو د لیدل کېدو په اړه و، که نه.
د روانې اکتوبر میاشتې په پیل کې هم د مونشن د هوايي ډګر په شاوخوا کې د بې پیلوټه الوتکو تر لیدل کېدو وروسته په دې هوايي ډګر کې الوتنې د دوو پرله پسې شپو لپاره ځنډول شوې وې.

