ميدان وردګو کې د کابلــکندهار لار د ټکر وروسته بېرته پرانيستل شوه

د ميدان وردګو پنځمې پلې لوا خبر ورکړی، چې تېره شپه ناوخته د مرکز ميدان ښار د کوتل «سر تخت» سيمې ته څېرمه د کابلــکندهار پر لويه لار د څلورو باروړونکو ټېلرونو ترمنځ د ټکر له امله تړل شوې لار بېرته پرانيستل شوې ده.
د يادې لوا د رسنيو دفتر وايي، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د پنځمې پلې لوا د قرارګاه قوماندان قاري سميعالله الهام په مشرۍ منسوبينو سيمې ته رسېدنه کړې او د کرينګ او رنجر موټر په وسيله يې تړلې لارې بيا پرانيستې دي.
سرچينه زياتوي، په دې پېښه کې چاته ځاني زيان نه دی رسېدلی.
د ويلو ده، چې په دې وروستيو ورښتونو کې د ملي دفاع وزارت منسوبينو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د هېوادوالو د ژغورنې بريالي عمليات ترسره کړي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/f206f

