مکسیکو د پلورنځي اورلګېدنه کې ۲۰ تنه مړه شوي، د مرستې هڅې روانې دي

د مکسیکو په شمال لوېدیځ ښار «هېرمو سیلو» کې د یو پلورنځي د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شېنباوم په خپل پیغام کې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغې په خپله د مړیو کره شمېر نهدی یاد کړی، خو ویلي یې دي چې د کورنیو چارو وزیر ته یې امر کړی څو د قربانیانو د کورنیو او ټپیانو د ملاتړ لپاره د مرستې ډلې واستوي.
د راپورونو له مخې، پېښه د سونورا ایالت په مرکز «هېرمو سیلو» کې رامنځته شوې، او سیمهییزو رسنیو ویلي، چې د وژل شویو شمېر ښايي له ۲۰ کسانو زیات وي.
تر اوسه د اورلګېدنې لامل نهدی څرګند شوی، خو د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلې او د اور د بشپړ مړ کولو هڅې روانې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6891a

