مکسیکو: د ګازو ټانکر چاودنې ۲۵ تنه ووژل، لسګونه نور ټپیان شول

د مکسیکو روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د «ایزتاپالاپا» په سیمه کې د اوبلن ګازو د ټانکر د چاودنې له امله د مړو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.
رويټرز د چارواکو په حواله ويلي، په پېښه کې ۲۱ تنه لا هم په روغتون کې بستر دي او ۳۸ نور تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
یاده پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې د شاوخوا ۵۰ زره لیتره ګازو بار یوه ټانکر لارۍ د دیوال سره له ټکر وروسته وچاودېده. د ټکر او چاودنې له امله ۳۰ نور موټرونه هم سوځېدلي.
د راپور له مخې، لومړني څېړنې ښيي چې ټانکر د ډېره تېزه حرکت او د چلوونکي د تجربې نه درلودو له امله ټکر کړی دی.
د ويلو ده، چې له دغې پېښې وروسته د مکسیکو په لویو لارو کې د خوندیتوب د وضعیت په اړه پراخې اندېښنې راپورته کړي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5773a