مکسیکو یوه کوچنۍ الوتکه نسکوره شوې، ۷ تنه وژل شوي

د مکسیکو چارواکي وایي، یوه کوچنۍ الوتکه د دوشنبې په ورځ د مرکزي مکسیکو په «سان ماتیو اتنکو» سیمه کې د بېړنۍ ناستې پر مهال نسکوره شوې، چې له امله یې لږ تر لږه اووه کسان پکې وژل شوي دي.
چارواکو ویلي، الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله د بېړنۍ ناستې هڅه کوله، خو د کنټرول له وتلو وروسته ولوېده. یاده پېښه د سان ماتیو اتنکو په صنعتي سیمه کې رامنځته شوې، چې د تولوکا له نړیوال هوایي ډګر څخه شاوخوا پنځه کیلومتره واټن لري.
ځایي چارواکي زیاتوي، د پېښې د اصلي لامل معلومولو لپاره پلټنې روانې دي او په دې اړه به وروسته نور معلومات له رسنیو سره شریک شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/W1043E
