میدان وردګو: چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي ډول له منځه وړل شول

د میدان وردګو ولایت ځايي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دې ولایت په مرکز میدان ښار کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.

د ياد ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ریاست ويلي، چې د «ایریاQRT-04» ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ د «کوتل تخت» په سیمه کې د ۱۲۲ میلیمتري تانک مرمۍ، د هاوان دوه مرمۍ او دوه حلقې د پرسونل ضد ماینونه موندل شوي او په خوندي توګه له منځه وړل شوي دي.

د یاد ریاست مسوولین وايي، د ورته پېښو د مخنیوي لپاره خلکو ته جدي سپارښتنه کېږي چې د هر ډول مشکوکو یا چاودېدونکو توکو د لیدو په مهال دې سم‌لاسي له اړوندو چارواکو سره اړیکه ونیسي، څو د خنثی کولو اړین اقدامات وشي.

دا په داسې مهال ده، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې په مرکز سربېره ګڼو ولايتونو او لرې پرتو سيمو کې مشکوک يا چاودېدونکې توکي کشف او په خوندي توګه له منځه وړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5411a
دکمه بازگشت به بالا