میدان وردګ کې د ډزو په تور یو کس ونیول شو

د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت خبر ورکړی چې محتسبینو یې په میدان وردګ کې هغه کس نیولی، چې په لوګر کې یې د یوه کور مخې ته ډزې کړې وې.

د یاد وزارت ویاند مولوي سیف‌السلام خیبر ویلي، تورن کس د همدې کور کې د ځان لپاره د یوې نجلۍ د نومولو په موخه ډزې کړې وې.

نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول کړنې جدي جرم ګڼل کېږي او پر وړاندې یې قانوني چلند کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ورته پېښو په تړاو ګڼ کسان نیول شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا