میرویس اشرف وایي د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې نيمه پایلوبې ته رسېدل ویاړ دی

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف د ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې د وروستیو بریاوو او نړیوال جام نیمه پایلوبو ته د دې لوبډلې د لارموندنې په مناسبت، د لوبغاړو، روزونکو او اړوندو مسوولینو هڅې ستایلي او دا یې د افغان کرکټ لپاره یو مهم ویاړ بللی.
ښاغلي اشرف د یوې انلاین ناستې پر مهال ویلي، چې دا د ویاړ ځای دی افغانستان په ډېر لږ وخت کې درېیم ځل د کم عمره نړیوال جام نیمه پایلوبو ته رسېږي. نوموړي زیاته کړې، چې په هېواد کې د چمتووالي منظم کمپونه او له بنګله دېش او هند سره لوبلړۍ د لوبغاړو د بریاوو بنسټ وګرځېدې.
هغه همدارنګه د روزونکو او د کرېکټ بورډ د مدیره پلاوي هڅې هم ستایلي او ټینګار یې کړی، چې هر ځل د کورنیو روزونکو ملاتړ مثبتې پایلې لرلې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نوي ځوانانو ته ویلي: «د ماتې په اړه هېڅکله فکر مه کوئ، تل له مثبت فکر سره سیالیو ته ولاړ شئ، موږ مو تل ملاتړي یو او ستاسو اړتیاوو ته به پر وخت رسېدنه وشي.»
بل‌خوا د لوبډلې مشر روزونکي رییس احمدزي د لوبغاړو پر وروستۍ کارکردګۍ خوښي وښوده او ویې ویل، که څه هم د اسیا جام په سیالیو کې یې لوبغاړو تر وروستي اور پورې سخته مبارزه کړې وه، خو د ماتې وروسته یې په لنډ وخت کې لوبډله بېرته چمتو کړې.
هغه د کرکټ بورډ د دوامدار ملاتړ ترڅنګ د روزونکو، مدیر، ټرینر، ډاکټر او ویډیو تحلیلوونکي رول مهم وباله او ویې ویل چې د دوی همغږۍ د بریاوو په ترلاسه کولو کې بنسټیزه ونډه لرلې ده.
په همدې حال کې د لوبغاړو په استازیتوب لوبډلمشر محبوب تسکین د کرکټ بورډ او روزونکو مننه وکړه او ویې ویل، چې دوی یې نړیوال جام ته په بشپړه توګه چمتو کړي دي.
نوموړي زیاته کړه: «زموږ سفر لا هم پای ته نه دی رسېدلی، پوره هڅه کوو چې نیمه پایلوبه وګټو او پایلوبې ته په رسېدو د نړیوال جام اتلولي افغانستان ته راوړو.»

لینک کوتاه

https://sarie.news/f209f
دکمه بازگشت به بالا