مینیاپولیس د کډوالۍ ادارې ډزو کې یوه مېرمن وژل شوې، پراخ غبرګونونه راپارولي

د امریکا د کډوالۍ ادارې افسرانو د مینیسوټا ایالت په مینیاپولیس ښار کې د عملیاتو پر مهال پر یوه موټر ډزې کړي، چې په پایله کې یې یوې ۳۷ کلنې مېرمنې خپل ژوند بايللی دی.

چارواکي وایي، تر پېښې وروسته، د سیمې اوسېدونکو لاریونونه کړي چې د پولیسو له لوري په اوښکې بهوونکو ګازو پای ته رسول شوي دي.

د ښاروال جېکب فري د کډوالۍ ادارې کړنه غندلې او ویلي یې دي، چې دا عمل د ځان‌ساتنې له چوکاټه بهر و.

په ورته وخت کې، د نیویارک ښاروال زهران ممداني دا پېښه د کډوالو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي نوې بېلګه بللې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې پېښه په امریکا کې د کډوالۍ د تګلارو پر سر د پراخو بحثونو او نیوکو لړۍ نوره هم توده کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w5003e
دکمه بازگشت به بالا