ناټو: د روسیې د احتمالي یرغل د مخنیوي لپاره د ختیځ دفاعي کرښه پیاوړې کړه

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) سازمان ویلي، د روسیې د احتمالي یرغل د مخنیوي لپاره یې د بیلاروس، روسیې او اوکراین د پولو په اوږدو کې د ختیځ اړخ دفاع د نوېو تجهیزاتو په وسیله پیاوړې کړي.
دغه ګام وروسته له هغې پورته کېږي، چې د پولنډ پر خاورې د روسیې ډرون بریدونه ترسره شول.
په اروپا کې د ناټو لوړ پوړي قوماندان جنرال الیکسیس ګرینکوویچ تېره ورځ څرګنده کړې چې دغه نوي عملیات د «ختیځ ساتونکي» په نوم یادیږي.
د نوموړي په وینا، د فرانسې، ډنمارک، جرمني او بریتانیا له لوري تجهیزات د شته هوايي او ځمکني دفاعي ځواکونو سره یوځای کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د چهارشنبې په ورځ څو روسي بې پیلوټه الوتکې د پولنډ خاورې ته ننوتې، چې ناټو یې د ویشتلو لپاره جنګي الوتکې لېږلې دي.
ويل کېږي، دغه کړنه د سیمې هغه اندېښنې لا پسې زیاتوي چې ګوندې روسیه له اوکراین څخه هاخوا د جګړې د پراخېدو نیت لري.