ناټو روسیې ته خبرداری ورکړ: د هوايي سرغړونو په صورت کې به بېځوابه پاتې نه شو

ناټو په پولند، رومانیا، او استونیا کې د هوايي حریم د نقضولو تر پېښو وروسته، روسیې ته خبرداری ورکړ چې دغه سازمان به د لا ډېرو سرغړونو په مقابل کې د خپل هوايي حریم د دفاع له پاره پر ټولو ضروري اقداماتو لاس پورې کړي.
د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۲۳مه) مسکو پر دې تورن کړ چې د دغه ائتلاف د شرقي او شمالي غړو هېوادونو هوايي حریم یې نقض کړي دي.
د ناټو سازمان مشر، مارک روټه، په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: «روسیه نه باید شک ولري: ناټو او متحدین به یې د نړېوالو حقونو مطابق د خپلې دفاع او د ټولو اړخونو لخوا د ګواښونو د مخنیوي له پاره له ټولو ضروري پوځي او غیرپوځي ابزارو کار واخلي.»
د ناټو د ۳۲ غړي لرونکي تړون وروسته له هغې بېړنۍ ناسته وکړه چې تېره اوونۍ د روسیې جنګي جیټ الوتکې د استونیا پر سر ولېدل شوې. تر هغې لږ وروسته روسي ډرونونه په پولند کې راوغورځول شوي ول او د رومانیا پر سر هم بې پېلوټه الوتکې ولېدل شوې.
د کوپنهاګن او اوسلو د هوايي ډګرونو پر سر ډرونونه
ناټو دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د دوشنبې په ماښام د ډنمارک په پلازمېنه کې د کوپنهاګن هوايي ډګر پر سر لوی ډرونونه د ګرځېدا په حال کې وليدل شول. په ادامه ېې د کوپنهاګن هوايي ډګر د څو ساعتونو له پاره وتړل شو.
په ورته وخت کې د ناروي په پلازمینه اوسلو کې د اوسلو هوايي ډګر هم وروسته له هغې په موقتی توګه وتړل شو چې پر سر ېې د ډرون غږ واورېدل شو.