نتنیاهو له ټرمپ سره به ایران ضد احتمالي برید کې د امریکا ملاتړ لارې وڅېړم

اېنبيسي نیوز راپور ورکړی، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو غواړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په نږدې راتلونکې لیدنه کې پر ایران د احتمالي نوي برید په تړاو هغه انتخابونه شریک کړي، چې واشنګټن پرې له اسراییل سره مرسته کولی شي.
د راپور له مخې، اسراییلي چارواکي باور لري چې ایران د خپل بالستیک توغندیو پروګرام د پراختیا هڅې زیاتې کړې دي. همدا اندېښنه ده چې نتنیاهو یې د امریکا ملاتړ ته هڅولی دی.
اېنبيسي نیوز د یوې باخبره سرچینې او د امریکا د څلورو پخوانیو چارواکو له قوله لیکلي، چې اسراییل د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د بیا برید د انتخابونو په اړه د یوه تحلیلي راپور د وړاندې کولو تیاری نیسي.
د سرچینو په وینا، د اسراییلي چارواکو لویه اندېښنه دا ده چې تهران ښايي د هغو اټومي تاسیساتو د بیا رغونې هڅې پیل کړې وي، چې د وروستۍ جګړې پر مهال د امریکا د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي وو. خو تر دې هم اندېښمنوونکې د ایران د توغندیو د تولید مرکزونو او د هوايي دفاعي سیستمونو د بیا جوړولو هڅې بلل کېږي.
تمه ده، چې ټرمپ او نتنیاهو د روانې میلادي میاشتې په پای کې د فلوریډا په ایالت کې د ټرمپ په مارالاګو ماڼۍ کې سره وویني.

