نتنیاهو وینا: د اسرائیلو د ظلمونو پر ضد د هېوادونو استازي د ملګرو ملتونو تالار پرېښود

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د اسرائیلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د وینا پرمهال د ډېرو هېوادونو استازي «د اعتراض په ډول» له تالار څخه ووتل.
د هېوادونو استازو نه غوښتل چې په غزه کې د صهیونېست رژیم د وحشت او ظلمونو له امله د نتنیاهو خبرې واوري.
د یادولو ده چې د ځینو هېوادونو له لوري د نتنیاهو د نیولو له امله د اسرائیلو لومړي وزیر د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلې ته د ګډون په موخه خپل هوايي مسیر د دغو هېوادونو له فضا اړولی او په ډېر اوږد مزل د امریکا نیویارک ته رسېدلی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6022a