نصرت حقپرست د اسټرالیايي سیال له لوري په لومړي رونډ کې ناک اوټ شو

د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړي نصرت حقپرست تېره شپه له خپل اسټرالیايي سیال کویلان سالکیلد څخه بېسارې ماتې وخوړه.

۲۵ کلن سالکیلد په ابوظبي کې د یو اف سي د سازمان په چوکاټ کې د لوبې د لومړي رونډ په ۲ دقیقو او ۳۵ ثانیو کې حقپرست ته د پښې په وسیله پر سر یو کلک ګوزار ورکړ او ناک اوټ یې کړ.

حقپرست د دې ضربې په پایله کې د څو شېبو لپاره بېسده شو او ریفري په داسې حال کې چې نوموړی لاهم د قفس پر غولي پروت و، سالکیلد د سیالۍ ګټونکی اعلان کړ.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1195s
دکمه بازگشت به بالا