نصیر احمد فایق وایي د پاکستان هوايي بریدونو په اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد فایق وایي، چې پر افغان ښځو، ماشومانو او ملکیانو د پاکستان د وروستيو هوایي بریدونو په اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي‌ شکایت کړی. نوموړي‌ زیاته کړې، چې په شکایت کې یې د دغه سرغړونو د سملاسي‌ درېدو او څېړنې غوښتنه کړې.
هغه د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، د افغانستان دایمي استازولۍ امنیت شورا ته پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو او ملکي تلفاتو په اړه رسمی شکایت کړی.
نوموړي لیکلي، چې د حساب ورکولو او نړۍوالو قوانینو د رعایت غوښتنه یې کړې. هغه زیاته کړې: «موږ د دغه سرغړونو د سملاسي بندېدو، څېړنې، حساب ورکولو، د ځمکنۍ بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور ته ژمنتیا او د نړۍوالو قوانینو بشپړ رعایت غوښتنه کوو».
د پاکستان هوايي ځواکونو شنبه شپه (د کب ۲مه) په یوه وخت کې د پکتیکا پر برمل او اُرګون ولسوالیو او همداراز د ننګرهار په خوګیاڼو، بهسودو او غني‌خېلو ولسوالیو بریدونه وکړل او د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له بریدونو شاوخوا ۲ ساعته وروسته یې وویل، چې په افغانستان کې یې د «ترهګرو پر ۷ پټنځایونو» هوایي بریدونه کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/Q754Q
دکمه بازگشت به بالا