نعماني شوروي اتحاد د افغانانو له عقیدوي ځواک ناخبره و؛ ځکه یې ماتې وخوړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شیخ حمدالله نعماني ويلي، چې د پخواني شوروي اتحاد لښکرو د افغانانو د تاریخ او د هغوی د دیندارۍ له ژور درک پرته پر افغانستان یرغل کړی و، چې په پایله کې له سختې ماتې سره مخ شول.
ښاغلي نعماني دا څرګندونې نن د جدې يا مرغومې شپږمې په مناسبت په جوړو شويو مراسمو کې کړې دي.
ښاغلي نعماني زیاته کړې، پخواني شوروي اتحاد غوښتل چې د افغانستان له لارې ځان تودو اوبو ته ورسوي، خو د افغانانو د جهاد پر وړاندې له ماتې وروسته دغه موخې ته ونه رسېدل.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2575e

