ننګرهار او کابل د نشهيي توکو په تور لسګونه کسان نیول شوي

په ننګرهار کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له تېرو دوو اوونیو راهیسې ۴۱ کسان د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا کسان د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي، او د څلور زره نشهيي ګولیو، چرس او هیروئینو په ګډون بېلابېل نشهيي توکي هم ترې ترلاسه شوي دي.
سرچینې لیکلي چې نیولشوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د یوې بلې خبرپاڼې له مخې چې تازه د کابل پولیسو هم په اوومه ناحیه کې ۱۷ زره ۲۵۰ د نشې ګولۍ نیولې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/Q580W

