ننګرهار: سېلابونو پنځه کسان وژلي او زیانونه یې اړولي

د ننګرهار ولایت د رودواتو، هسکې مېنې او چپرهار ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله درانه سېلابونه راوتلي دي.
د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امير قريشي بدلون ويلي، چې د دې طبیعي پېښې له کبله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
سېلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، لویې لارې او یو شمېر سربندونه هم زیانمن کړي او له منځه وړي دي.
د ورښتونو او سېلابونو په پایله کې د تورخم ـ جلالاباد ستراتیژیکه لویه لار هم د ترافیکو پرمخ تړل شوې، چې له امله یې د خلکو تګ راتګ او سوداګریزې چارې له ستونزو سره مخ شوي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a590s