ننګرهار کې ترافیکي پېښه درې مړه او درې ټپیان پرېښودل
ننګرهار کې د دوو موټرو ټکر له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. سیمهییز مسوولین وایي پېښه د تورخم–جلالاباد پر لویه لار، د ثمرخېلو لېسې ترڅنګ، د ټېلر او بابوجي موټرو ترمنځ ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
امنیتي مسوولین د پېښې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بولي او زیاتوي ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
بل لور ته میدانوردګو ولایت، سیداباد ولسوالۍ، عزیزکلا سیمه کې هم د دوو موټرو ټکر څلور کسان ټپیان کړي دي. د سیمې سرچینې وایي ټپیان د درملنې په موخه غزني ته انتقال شوي دي.
له دې وړاندې بدخشان کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۵ کسان ژوند له لاسه ورکړی و، چې دا پېښه هم د وروستیو خونړیو ترافیکي پېښو له لړۍ ګڼل کېږي.
وروستیو کلونو کې هېواد کې ترافیکي پېښې په بېساري ډول ډېرې شوې دي. مسوول بنسټونه اصلي لاملونه د چلوونکو بېاحتیاطي، چټک تګ او ترافیکي اصولو نه مراعاتول یادوي.

