ننګرهار کې د پاکو اوبو ۲۷ شبکې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار مسوولینو د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو او عمري کمپ کې د ۲۷ شبکو د جوړېدو او ګټې‌اخیستنې له سپارل‌کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د رسنیو دفتر په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا شبکې د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) په مالي ملاتړ د ۱۴۸ میلیون افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ډېرو ولایتونو کې د پاکو اوبو سلګونه بېلابېلې پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې وې.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1256s
دکمه بازگشت به بالا