ننګرهار کې د کورونو چتونو نړېدو شپږ کسان مړه کړي

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویلي، د خوږیاڼو، پچیراګام او سپین غر ولسوالیو کې د کورونو چتونو نړېدو له امله شپږ کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، خوږیاڼو ولسوالۍ د احمدخېلو سیمه کې د یوې کوټې چت نړېدو درې ماشومان مړه او یوه ماشومه ټپي کړې ده. همداراز پچیراګام ولسوالۍ موسی‌خېلو سیمه کې د کور چت لوېدو له امله درې ماشومان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، سپین غر ولسوالۍ کهي سیمه کې هم د کور چت نړېدو درې کسان ټپیان کړي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له خلکو غواړي چې د بارانونو او زړو ودانیو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

دکمه بازگشت به بالا