ننګرهار کې سختو اورښتونو ۱۳ کسان مړه او ۱۹ ټپیان کړي

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی چې تېره شپه د سختو اورښتونو له امله ۱۳ تنه شهیدان او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د یاد ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون په وینا، اورښتونو ځینې کورونو ته هم زیان اړولی او امنيتي او دفاعي ځواکونه د ژغورنې او بېړنیو مرستو په چارو بوخت دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې مخکې له دې د سالنګونو په ګډون د هېواد په ډېری ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او سېلابونو خبرداری ورکړی و.

