نورا فتحي ټرافیکي پېښه کې ژوبله شوم، خو فېسټیوال ته به ځم

د هند سینمايي لوبغاړې نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ژوبله شوې ده. دغه پېښه نن د «سنبرن فېسټیوال» له پیلېدو څو ساعته مخکې رامنځته شوې ده.
د هندي رسنیو د راپور لهمخې، نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د «سنبرن فېسټيوال» ته د ګډون لپاره روانه وه، چې د لارې په اوږدو کې له یوې ټرافیکي پېښې سره مخ شوه. ویل کېږي مقابل لوری موټر چلوونکی د نشې په حالت کې موټر چلاوه.
ډاکټرانو د معایناتو له ترسره کولو وروسته یوازې د سر ضربه تشخیص کړې او ویلي یې دي، چې دومره جدي نهده.
سره له دې چې ډاکټرانو نورا فتحي ته د ارام کولو سپارښتنه کړې، خو هغې ټينګار کړی چې په یاد فېسټيوال کې به هرومرو ګډون کوي او هغه فېسټيوال هم نن شپه ترسره کېدونکی دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه ۳۳ کلنه فلمي لوبغاړې په لومړي سر کې د یوې نڅاګرې په توګه راڅرګنده شوه او اوس په ځينو فلمونو کې یې هم کار پیل کړی دی.

