نړیواله مرسته؛ افغانستان ته توجه او د پاکستان پر وړاندې بېباوري

پاکستانيان شکایت کوي چې د افغانستان د زلزلهځپلو خلکو لپاره نړیوالې مرستې د هغو مرستو په پرتله څو چنده زیاتې دي چې دوی ته د وروستیو سیلابونو او نورو طبیعي آفتونو پر مهال ورکړل شوې وې. خو دا یوازې د شمېرې او اندازه موضوع نه ده، بلکې د نړیوالو باور د له منځه تلو نښه هم ده.
نړیواله ټولنه اوس دې پایلې ته رسېدلې چې په پاکستان کې د مرستو اصلي مستحقین ډېری وخت خپلو حقونو ته نه رسېږي. د فساد، سیاسي مصلحتونو او د مرستو د ناوړه وېش له کبله د نړیوالو مرستو لاره اکثره تر حکومتي شبکو او واسطهګرۍ پورې محدوده کېږي. برعکس، افغانستان که څه هم له سختو سیاسي شرایطو سره مخ دی، خو د وروستیو زلزلو د قربانیانو د بېړنیو اړتیاوو له امله د نړۍ وجدان ژور وځپل شو.
د قطر د شهزادګۍ لیدنه له زلزلهځپلو سیمو څخه یوازې یو سمبولیک ګام نه دی، بلکې دا د نړیوالې پاملرنې څرګندونه ده. دا پیغام هم لري چې نړیواله ټولنه غواړي خپل مرستې مستقیمآ د اغېزمنو خلکو لاس ته ورسوي، نه دا چې د منځګړیتوب په تورتم کې ورک شي.
په همدې اساس، نن د افغانستان د خلکو درد نړیوال زړونه ژر راپاروي، ځکه د رښتیني قربانۍ، بېوزلۍ او بېسرپناهۍ کیسې د چا له سترګو پټېدای نه شي. خو د پاکستان په قضیه کې نړیوال باور د اوږدې مودې فساد، سیاسي لوبو او د مرستو د حیفومیل له امله مات شوی دی.
لیکوال: ببرک سائل