نړیوال غبرګون؛ د حماس سولې تعهد جګړې د پای هیله پیاوړې کړه

د نړۍ سترو هېوادونو او سازمانونو په غزه کې د حماس جهادي غورځنګ له لوري د جګړې د پای ته رسولو د هوکړې نوې هيلې ستايلې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس دا دریځ «هڅوونکی او د باور وړ» بللی. د بریتانیا لومړي وزیر کییر ستارمر ویلي، دا د سولې پر لور یو مهم ګام دی او هېواد به یې د امریکا د ولسمشر له هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم د حماس تعهد «ستراتېژیک پرمختګ» بللی او ټینګار یې کړی چې باید ژر تر ژره عملي شي.
په همدې حال کې د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا د ولسمشر د نوښت ملاتړ کړی او د حماس له پرېکړې یې هرکلی کړی دی.
د ويلو ده، چې د نړیوالو مشرانو دغه دریځونه د غزې د خونړۍ جګړې د پای ته رسېدو په اړه د خلکو هیلې تازه او پیاوړې کړې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6190a

