نیمروز کې نوې اوبو شبکې د ۴۰۴ کورنیو ژوند ژغوري، خو وچکالي لا پر ځای ده

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په نیمروز ولایت کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو کار د ۱۰ ملیون افغانیو په ارزښت پیل شوی دی.
په اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې د اوبو رسولو شبکې به په دلارام ولسوالۍ کې جوړې شي چې ۴۰۴ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
دا په داسي حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې افغانستان اوس مهال د وچکالۍ له شدیدې څپې سره مخامخ دی.
دې ادارې ویلي، د بارانونو کمښت، د مځکې سخت وچوالي او نورمال لوړې تودوښې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پر للمي غنمو منفي اغېز کړی او د څارویو لپاره د وښو کمښت جدي تهدید دی.
اوچا د باران کچه تر منځنۍ کچې ټیټه، د تودوښې درجه تر نورمال لوړه او د خاورې رطوبت خورا ټیټ یاد کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a486s
دکمه بازگشت به بالا