نیوزیلنډ کې سخت بارانونو او بادونو د الوتنو او سړکونو چارې ګډوډې کړې

د نیوزېلنډ د شمالي ټاپو په ځینو برخو کې د سختو بارانونو او تندو بادونو له کبله د الوتنو، رېل ګاډي او بېړۍ چارې ګډوډې شوې او سړکونه هم تړل شوي دي. د یاد توپان له امله د یاد ټاپو لسګونه زره اوسېدونکي له برېښنا هم بېبرخې شوي دي.
د دغه هېواد د هوايي ډګر چارواکو ویلي، چې د نیوزېلنډ په پلازمېنه ولینګټن کې د دوشنبې په سهار ډېرې الوتنې لغوه شوې او یا هم ځنډول شوې دي. رویټرز په یوه راپور کې د دغه چارواکو په حواله ویلي، چې له ۳۰زره ډېر کورونه او ودانۍ له برېښنا بېبرخې شوې، ښوونځي تړل شوي، د ولینګټن په ټوله سیمه کې موټر چلوونکو ته سپارښتنه شوې، چې سړکونو ته ونه وځي او په سیمه کې ژغورنکې ډلې هڅه کوي د زیان مخه ونیسي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q501q

