نیویارک ښاروالۍ نوماند زهران ممداني: که ټاکنې وګټم، نتنياهو به د ICC د حکم پر اساس ونیسم

د نيويارک د ښاروالۍ د ټاکنو مخکښ نوماند زهران ممداني ويلي، چې که ټاکنې وګټي، د دې ښار پوليسو ته به امر وکړي څو د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو د نيويارک د سفر پر مهال ونيسي.

ممداني په خپله تازه مرکه کې ټينګار کړی، چې نتنياهو «جنګي جنايتکار» دی او دی به هڅه وکړي، د نړيوالې جزایي محکمې (ICC) د نيولو حکم عملي کړي.

هغه زياته کړې: ((که نتنياهو نيويارک ته راشي او زه ښاروال يم، د نړيوالې جزایي محکمې حکم ته به درناوی وکړم او د اسرائيلو مشر به په هوايي ډګر کې ونيسم.))

ممداني چې د نومبر پر ۴مه نېټه د ټاکنو د مهمو نوماندانو له ډلې شمېرل کېږي، وايي د نړيوالو قوانينو درناوی او د عدالت ټينګښت به د ده له اساسي ژمنو څخه وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5577a
دکمه بازگشت به بالا