هانګ کانګ په اورلګېدنه کې ۴۴ وژل شوي، ګڼ شمېر لادرکه

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د هانګ کانګ په شمال کې د یوې پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۴۴ تنه وژل شوي او سلګونه نور تر اوسه لادرکه دي.
اورلګېدنه د وانګ فوک کورټ په نوم سیمه کې د لوړو استوګنیزو ودانیو په یوه بلاک کې رامنځته شوې ده.
راپورونه وايي، دا پېښه په تېرو شاوخوا شپږو لسیزو کې په هانګ کانګ کې تر ټولو وژونکې اورلګېدنه بلل شوې ده.
د یاد هېواد چارواکو په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې د ژغورنې عملیات روان دي او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w234e

