هرات امنیتي ځواکونو د غلا، وژنو او وسلو لېږد په تور څو تنه نیولي دي

هرات امنیه قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې امنیتي ځواکونو یو شمېر کسان د غلاوو، وژنو او وسلو لېږد په تور نیولي دي. امنیه قومانداني وايي، نیول شوي کسان په بېلابېلو جنايي قضیو کې تورن بلل شوي او د څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي چې یادو کسانو د ښار په ګڼو سیمو کې د خلکو امنیت له ګواښ سره مخ کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي، امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال هغه توکي هم تر لاسه کړي چې د جنايي پېښو پر مهال غلا شوي وو. په ترلاسه شویو توکو کې نغدې پیسې، د سرو زرو زیورات، یو موټر او ګڼ نور اجناس شامل دي. امنیه قوماندانۍ له ارزونې وروسته غلا شوي توکي بېرته خپلو قانوني خاوندانو ته تسلیم کړي او د هغوی د ملکیت حق یې خوندي شوی دی.

امنیه قوماندانۍ په ډاګه کړې چې د ښار د ثبات او امنیت د ټينګښت لپاره به د مجرمانو پر ضد عملیات او څارنه لا هم پراخه پاتې شي او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د خلکو مال او ځان ته ګواښ پېښ کړي. مسؤلین وایي، تازه نیول شوي کسان به له پلټنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته ورمعرفي شي، څو قانوني پروسه پرې تطبیق شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w465e
دکمه بازگشت به بالا