هرات د اورګاډي له لارې په یوه ورځ ۴۸۰۰ ټنه توکي لېږدول شوي

د هرات ولایت مقام خبر ورکړی چې د لومړي ځل لپاره د هرات – خواف د اورګاډي کرښې له لارې په یوه ورځ کې څه باندې ۴ زره ۸۰۰ ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا لاره به هره میاشت له ۱۲۰ زره ټنه او په کال کې له يو نيم ميليون ټنه څخه زياتو توکو د لېږدولو ظرفیت ولري.
سرچینې لیکلي چې د هرات–خواف د اورګاډي کرښه به د صادراتو په زياتوالي، د لېږد رالېږد لګښتونو په کمښت او د هېواد په اقتصادي پياوړتيا کې مهم رول ولوبوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3074e

