هرات د ملي اردو سرتېرو شپږ کسان د ناقانونه ځنګل وهلو په تور نیولي

د اسلامي او ملي اردو منسوبینو په هرات ولایت کې د ناقانونه ځنګل وهلو په تور شپږ تنه نیولي دي.

د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو د مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سه‌شنبې په شپه (د میزان ۲۹مه) د دغو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د یاد قول‌اردو د نهم سرحدي لوا د شپږم کندک د لومړۍ تولۍ د سرتېرو له‌خوا د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د یوې ځانګړې عملیاتې د پایلې په توګه نیول شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1110s
دکمه بازگشت به بالا