هرات د ۳۵۰ موبایلونو د غلا په تور ۳ تنه نیول شوي

د هرات امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، درې تنه د ۳۵۰ ګرځنده مبايلونو د غلا په تور نیول شوي دي.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي شاه‌ولي رحمت ویلي، چې د مبايلونو یاده جوپه له نیمروز ولایت څخه هرات ته لېږدول کېده، چې د لارې په اوږدو کې د وسلوالو کسانو له لوري غلا شوې وه.
د ښاغلي رحمت په وینا، امنیتي ځواکونو د شکایت د ترلاسه کېدو وروسته د یوې اوونۍ د څار په پایله کې تورن کسان له څو ميله وسلو سره یو ځای نیولي دي.
مسوولين زیاتوي، غلا شوې جوپه تر حقوقي څېړنو وروسته اصلي مالک ته سپارل شوې او د تورنو دوسیې د عدلي او قضایي ارګانونو ته لېږل شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3260e
دکمه بازگشت به بالا