هرات: د ۶۰ میلیونه ډالرو په لګښت لس نوې کارخونې پرانیستل شوې

په هرات ولايت کې بېګاه شپه د شاوخوا ۶۰ ميليونه ډالرو په لګښت لس کارخونې ګټې اخېستنې ته سپارل شوې دي.
د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ياد ولايت والي شيخ مولانا اسلامجار په حواله ويلي، چې د قوي امنیت تر چتر لاندې په صنعت او اقتصاد برخو کې د هرات نوم ورځ تر بلې روښانه کېږي او د دې ولایت «صنعتي ښارګوټی» د هېواد د اقتصاد د زړه حیثیت لري.
ويلکېږي، دغه کارخونې به د خوړو، درملو او صنعتي توکو په توليد کې فعاليت کوي، چې تر ۵۰۰ تنو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.
ځايي مسوولينو دغه راز د کورنيو توليداتو پر کيفيت ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې بايد د بهرنيو توکو پر وړاندې سيالي وکړي او په بازار کې خپل ځای پيدا کړي.
د ويلو ده، چې هرات د افغانستان يو له هغو صنعتي ولايتونو څخه دی، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو او د امنيت په ټينګېدو سره ګڼو کارخونو پکې په فعاليت پيل کړی دی.