هرات سېلاب ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر چپه کړی، لسګونه ژغورل شوي

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو رسنيو دفتر خبر ورکړی، چې د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ د عزیزباد په سیمه کې یو ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر د سېلاب له امله چپه شوی دی.
ياد قول اردو وايي، د لومړۍ لوا کنډک اسلامي او ملي اردو ځواکونو سيمې ته پر وخت رسېدنه کړې او په لسګونه هېوادوال يې ژغورلي دي.
یاده سرچینه زیاتوي، چې همداراز د قول اردو د ارکان رييس مولوي محمد منصور جاوید د اړینو امکاناتو او پرسونل سره د پېښې ځای ته ورغلی او په بریالیتوب سره یې په سېلاب کې بند پاتې کسان ژغورلي دي.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په وينا، تر اوسه د احتمالي ځاني زيانونو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي او راپور د بشپړېدو په حال کې دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W3035E
دکمه بازگشت به بالا