هرات: په ګلران کې د اقلیمي مقاومت وړ پرمختللې کرنیزه پروژه پرانیستل شوه

د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د زیارت بابای فُرق په کلي کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت وړ پرمختللې کرنیزې پروژې لومړی فاز پرانیستل شو.
د هرات ولايت د رسنيو دفتر وايي، یاده پروژه د سیمې د کرنیزو تولیداتو پیاوړتیا او د بزګرانو د عایداتو لوړولو په موخه د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت عملي شوې ده.
د يادونې وړ ده، دا ډول پروژې بزګرانو ته د عصري کرنیزې تګلارې، د اوبو د سپما میتودونه او د اقلیم د بدلونونو پر وړاندې د مقاومت وړ تخمونو په برخه کې مرسته کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a759s
دکمه بازگشت به بالا